په کمبوډیا کې په نوې زمانه کې د چین په ژورو اصلاحاتو په هکله ډيالوګ ترسره شو
CMG2024/08/11 11:25:03
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ، په کمبوډيا کې د چين سفارت او د کمبوډيا شاهي څیړنیز انسټیټیوټ د اګېست په ۹مه نېټه په پنوم پنه کې ((په نوې زمانه کې د چین په ژورو اصلاحاتو کې نغښتي نړیوال فرصتونه)) تر عنوان لاندې ډيالوګ تر سره کړ.

په دې ډيالوګ کې د کمبوديا شاهي انسټیټیوټ، د چين او کمبوديا د اړيکو د پراختيا انسټيټوټ او نورو ادارو کارپوهانو، د چين او کمبوډيا د رسنيو کارکوونکو، په کمبوديا کې د چيني تصديو استازو او د کمبوديا د ځوانانو او محصلينو د استازو په ګډون څه د پاسه ٣٠٠ ميلمنو د چين د کمونېست ګوند د ۲۰مې دورې مرکزي کميټې د ۳مې عمومي غونډې د اهميت، د چين د اصلاحاتو د لا ژورتيا، د چيني شکله عصريتوب د ابادۍ تجربې او د چين او کمبوډيا د ګډ برخليک ټولنې په جوړولو سره د رامنځته شويو فرصتونو په اړه نظريې شريکې کړې دي.