د سوريې خارجه وزارت پر ځايي وخت د اګست په ۱۰مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، کردانو څو ورځې دمخه د دغه هېواد پر څو کليو بريدونه کړي چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول زيات شمېر ولسي وګړي وژل شوي دي. د امريکا جنګي الوتکو په يادو بريدونو کې له کردانو سره مرستې کړې او موخه يې بې ګناه عام وګړي وو.
سوريې پر دې ټينګار کړی، د دغه هېواد پر خاورو د امريکا اشغال د سوريې پر ملي حاکميت سخت تېری دی. امريکا بايد سمدستي خپلې ناسمې کړنې بندې کړي او له سوريې څخه ووځي.