د روسيې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې د اګست په ۹مه نېټه اعلان وکړ چې له همدې ورځ څخه به د کورسک، بېلګورود او بريانسک اوبلست درېیو ايالتونو کې به د ترهګرۍ ضد عملياتي نظام پلی کړي.
اوکرايني ځواکونو د روانې مياشتې له ۶مې نېټې څخه پر کورسک ايالت بريدونه پيل کړي دي.
د روسيې د روغتيا وزير په ۸مه نېټه په دې اړه ويلي، د اوکرایني ځواکونو په یادو بریدونو کې له ۶مې نېټې راهيسې د ۹ ماشومانو په شمول ۶۶ تنه ټپيان شوي دي.
دغه راز د کورسک ايالت سرپرست والي د روانې مياشتې په ۸مې نېټې خبر ورکړ چې د اوکرايني لوري بريدونو په دغه ايالت کې ۴ تنه وژلي دي.