د چين ريلوې ايکسپرس څه باندې ۱۱ زره بار وړونکو اورګاډيو د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين او اروپا ترمنځ تګ راتګ کړی
CMG2024/08/11 10:36:31
شريکول:

د چين د ريلوې ملي ګروپ خبر ورکړ، د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين ريلوې ايکسپرس ۱۱۴۰۳ بار وړونکو اورګاډيو د چين او اروپا ترمنځ تګ راتګ کړی او ۱۲۲۶ زره کانټينرونه يې لېږدولي دي. دې دواړو شمېرو په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲ سلنه او ۱۱ سلنه زياتوالی ښودلی دی.