د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۱۱ مه نېټه د ایران د بهرنيو چارو له سرپرست وزير علي باقري کني سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
وانګ يي وويل، هېواد يې غواړي د ايران له حکومت سره په ګډه او په مداومه توګه د دواړو مهمو ګټو او مسئلو په برخه کې يو له بل څخه ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي، په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو اړيکو ته سالم پرمختګ ورکړي.
علي باقري کني وويل، د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان له چين سره د اړيکو پرمختګ ته ژمن دی او هڅه کوي، چې دغه اړيکې د نړيوالو او سيمه ييزو حالاتو د بدلونونو له اغېزو څخه وساتي. ايران غواړي له چين سره په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې خپلمنځي همغږي پياوړې کړي او خپلمنځي اړيکو ته وده ورکړي.
وانګ يي زياته کړه، چين د فلسطين له هغو هڅو او اقداماتو څخه چې د خپلو ملي حقه حقونو د ساتلو په موخه يې کوي ملاتړ کوي.
وانګ يي وويل، چين په کلکو ټکو په تهران کې د حماس د پخواني مشر اسماعيل هنيه پټه وژنه غندي او دغه کړنه د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه او د ايران پر ملي حاکميت تېری بولي او په وينا يې، د اسماعيل هنيه وژل کېدل به په غزه کې د اوربند په اړه خبرې او د سيمې سوله او ثبات له ګواښ سره مخ کړي.