د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د اګست په ۱۱مه نېټه پارلمان ته د نوې کابينې د غړو لیست وړاندې کړ.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د دې کابینې د غړیو په لیست کې ۱۹ وزیران شامل دي. د ایران پارلمان به د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه د دې لیست د ټاکلو په اړه ۴ ورځنی بحث وکړي او وزیرانو ته به د باور رایه ورکړي.