د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د اګېست په ۱۱مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې خبر ورکړی، په همدې ورځ پر یوه موټر د مقناطسي بم چاودنه شوې چې له امله یې یو تن وژل شوی او۱۱ تنه نور ټپیان شول.
سرچینې ویلي چې پولیسو د دې پېښې پلټنې پيل کړې دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.