ایران ولسمشر د امریکا او ځینو نورو لویدیځو هېوادونو پر دوه ګوني معیارونو نیوکه کړې
CMG2024/08/12 15:28:54
شريکول:

د ایرنا خبري اژانس د ۱۱مې نېټې راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکيا د اروپایي شورا له رئیس چارلس ميشل سره ټيلېفوني خبرو کې وویل، امریکا او ځینې نور لویدیځ هېوادونه د دوه ګونو معیارونو په کارولو سره د اسراییلو حکومت ته د لوېدیځې آسيا په ګډون د سیمې د سولې او امنیت لپاره ګواښ رامنځته کړی دی.

پزشکيا وویل، ایران پر دې باور دی چې د سولې لپاره هر ډول  ګواښ جوړونکي عملونه باید ودرول شي.

میشل له اسراییلو څخه وغوښتل چې سمدستي په غزه کې نظامي عملیات پای ته ورسوي او اوربند و کړي. هغه وویل چې باید خپلواک فلسطیني دولت ومنل شي.