د امريکا د سوداګرۍ د استازو دفتر په دې وروستيو کې پر چين د نويو تعرفو وضع کول چې ټاکل شوې وه د اګست له لومړۍ نيټې څخه به نافذ شي، وځنډول او ويې ويل چې د خلکو د نظرونو معلومولو ته به دوام ورکړي. د سلګونو شرکتونو او صنعتي ټولنو لخوا وړاندې شوي له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو نظرونو پر بنسټ، ډېری خلک پر چین د نويو ګمرکي تعرفو له لګولو سره مخالفت کوي او د دوی په دلیلونو کې د نړیوال سوداګریز نظم ګډوډول، د لګښتونو زیاتوالی او د تصدیو او مصرف کوونکو ګټو ته زیان رسول او د کارموندنې کمول شامل دي. دا په ډاګه کوي چې پر چین د اضافي تعرفو د لګولو لپاره د امریکا اقدام غیر مقبول دی.
د روان کال په مې مياشت کې امريکا اعلان وکړ چې پر چين د ټرمپ د حکومت د دورې وضع شویو ۳۰۱ اضافي تعرفو ته به دوام ورکړي او د چين له ليتيم بيټرۍ، لمریزې برېښنا، برقي موټرو، مهمو او کلیدي کانونو او نورو توليداتو څخه به لازیاتې ګمرکي تعرفې واخلي. د امریکا د تېرې دورې حکومت له ۳۰۱ مادې سره سم د چین په اړه تحقیقات پیل کړي او پر چین یې اضافي تعرفې وضع کړې او دغه کړنه يې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان لخوا د دغه سازمان له مقرراتو سرغړونه بلل شوې ده. اوس امریکا د يو اړخيزو ګټو د تحقق او د نړيوال سوداګريز نظم د ګډوډولو لپاره یو ځل بیا تعرفې کاروي چې ډېر مخالفتونه يې راپارولي دي. نړیوال پولي صندوق خبرداری ورکړی چې د امریکا د حکومت له خوا پر چین د تعرفو زیاتوالی به د نړی سوداګرۍ او اقتصادي وده له خطر سره مخ کړي. د نړیوال پولي صندوق لومړۍ مرستیالې ګیتا ګوپیناټ ویلي چې د چین پر وړاندې د امریکا سوداګریز محدودیتونه د اقتصادي د ټوټه کیدو لړۍ تېزوي او د اقتصادي یووالي ګټې په څرګنده توګه شاته کوي. په امریکا کې ډېری کارپوهان وايي چې امریکا د سوداګرۍ محافظتي اقدامات ناوړه استعمالوي او دې کار د دوی ګټو او د سیالۍ توان ته زیان رسوي.
پر چین د امریکا اضافي تعرفې د دواړو هېوادونو شرکتونو او مصرف کوونکو ته د اضافي اقتصادي بارونو جوړېدو سبب ګرځي. د موودي شرکت د تیرې ارزونې له مخې، پر چین د اضافي تعرفو د لګښت ۹۲ سلنه په حقيقت کې د امریکا مصرف کوونکي ورکوي او د دغه هېواد هرې کورنۍ ته په کال کې د ۱۳۰۰ ډالرو اضافي لګښت راځي. د امریکا او چین د سوداګرۍ شورا مشر کریک ایلن ویلي چې د پخوانیو تعرفو دوام او د اضافي تعرفو لګول به بالاخره په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې امریکایي شرکتونه له زياتو ستونزو سره مخ کړي، په امریکا کې به د کارموندنې فرصتونه کم کړي او د انفلاسیون په وخت کې به د دغه هېواد په تولید کوونکو او مصرف کوونکو باندې بار ډېر کړي.
د امریکا د مارکوم آسیا حسابدارۍ شرکت بنسټګر ډرو برنسټین، د امریکا د فوربس مجلې په ویب پاڼه کې لیکلي چې، "که چیرې ګمرکي مالیات د اقتصادي جوړښت په یوه دایمي او سختې برخه واوړي، نو دا به بالاخره د هېواد د زوال سرعت د کړندي کېدو سبب وګرځي."
د دې نظرونو له مخې، د تولید، مصرف، او دندې پورې، د چین پر وارداتو د اضافي ګمرکي مالیاتو اغیزه پر امریکايي ولس باندې واضح ده. د دې پراخې مخالفت دلیل دا دی چې د چین پر وارداتو د مالیاتو زیاتول د امریکا د اقتصادي پرمختګ حقیقي اړتیا سره سمون نه لري او د ټولنیز وضعیت او د خلکو د رښتینې غوښتنې له پامه غورځوي. د امریکا حکومت باید د صنعت د مسلکي کسانو رښتینې نظرونه واوري، د یو اړخیزو سوداګریزو اقداماتو څخه ډډه وکړي، او د چین پر وارداتو د مالیاتو د لغوه کولو لپاره ګامونه واخلي، ترڅو د قواعدو پر بنسټ د څو اړخیزې سوداګرۍ سیسټم ته بیرته لاړ شي.