چين او فرانسه: دوستي، د اولمپيک روحيه او يوه ګډه راتلونکې
CMG2024/08/12 16:48:25
شريکول:

ډيری وخت د اولمپيک د ملي کمېټې له بنسټګر او د عصري اولمپيکي لوبو پر پلار له مشهور پيېر دې کوبرټېن څخه نقل قول کيږي چې ويلي یې دي «په اولمپيکي سياليو کې ګټل مهم نه دي، بلکې دا مهمه ده چې برخه پکې واخلې. دا مهمه نه ده چې بريا خپله کړې خو دا مهمه ده چې ښه سيالي وکړې». هغه زياته کړې «د يادو اصولو خپرول د پياوړي، زړور او تر ټولو ور اخوا د دقيق او سخي انسان د جوړولو لپاره اړين دي». هو، تر هغې چې فساد پکې نه وي، ورزش په ټوله کې او اولمپيکي سيالي په ځانګړي ډول د ورورولۍ سرچينې دي.

د ۲۰۲۴ کال دوبنۍ اولمپيکي سيالۍ د جولای له ۲۴ مې نېټې څخه د اګسټ تر ۱۱مې نېټې پورې په فرانسه کې وشوې. پاريس ښار د دې سياليو اصلي کوربه . دغه ښار تر دې وړاندې په ۱۹۰۰ او ۱۹۲۴ کلونو کې هم د اولمپيکي سياليو کوربه توب کړی و او تر لندن وروسته دويم ښار شو چې درې ځلې یې د دوبنيو اولمپيکي سياليو کوربه توب کړی دی.

سږ کال د چين او فرانسې د ډيپلوماټيکو اړيکو د پيل له ۶۰مې کليزې سره هم برابر دی او اولمپيکي سياليو دواړو هېوادونو ته فرصت برابر کړ چې خپلې اړيکې لا پياوړې کړي.

په ۲۰۰۸ م کال کې چې چين د دوبنيو اولمپيکي سياليو کوربه و، د نوموتي چيني ډايريکټر ژانګ ييمو تخليقاتو نړيوال هيښ کړل او ځينې عناصر یې په سمبولونو بدل شول. همدې ته ورته به د وخت په تېرېدو سره د پاريس د اولمپيکي سياليو ډيرې شېبې پر سمبولونو بدلې شي. دغه سمبولونه موږ سره ويشي نه، بلکې زموږ روايات او خاطرات لا ډير سره نږدې کوي.

د پاريس په اولمپيکي سياليو کې د ۳۲ ورزشي څانګو ۱۰۵۰۰ لوبغاړو ګډون کړی و. په دې ډلې کې ۵۷۳ فرانسوي او ۴۰۵ چيني لوبغاړي او لوبغاړې هم شامل ول چې له ناچارۍ يې يو د بل پر وړاندې سيالۍ وکړې. د سياليو پايلو ته له پام پرته په اولمپيکي سياليو کې د ياد شمېر لوبغاړو ګډون د نړيوالو ارتباطاتو ښه تمرين و.

د روان کال په مې مياشت کې د چين دولت رئیس شي جين پينګ په فرانسه کې د چين – فرانسې د سوداګريزې شورا د شپږمې ناستې د پای په مراسمو کې ګډون کړی و. هغه مهال نوموړي د اولمپيک روحيه تعريف کړې وه او ويلي يې وو چې د پاريس اولمپيکي سيالۍ د چين او فرانسې لپاره ښه فرصت دی چې پر مټ یې خپلې تاريخي اړيکې لا ژورې کړي او د بشريت د ښېګڼې لپاره خپلې ګډې ژمنې تعقيب کړي. هغه ويلي وو چې «اولمپيکي سيالۍ د پيوستون، دوستۍ او د تمدنونو تر منځ د متقابلو زده کړو نښه ده. راځئ هغو موخو ته خپلې ژمنې بيا تازه کړو چې زموږ د هېوادونو تر منځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د پيل پر مهال شوې وې. دوديزه دوستي مو پياوړې کړو او په ګډه د اولمپيک شعار تمرين کړو. راځئ لاسونه سره ورکړو، د چين – فرانسې د همکاريو نوې مرحله پيل کړو او د ګډ برخليک نوی څپرکی پرانيزو».

په مې مياشت کې د چين او فرانسې ولسمشران څنګ په څنګ سره ناست وو او د پاريس د اولمپيکي سياليو پر مهال یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اوربند غوښتنه وکړه.

پرېږدئ چې د اولمپيک روحيه تلپاتې شي او ټول د بشريت لپاره د ګډ برخليک ټولنې د جوړيدو پر لور مخ په وړاندې لاړ شو.