شي جين پينګ په برازيل کې د الوتکې د لوېدو پېښې په پار د دغه هېواد ولسمشر ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه
CMG2024/08/12 18:22:04
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۱۲مه نېټه په برازيل کې د الوتکې د لوېدو پېښې په پار د دغه هېواد ولسمشر ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.

د روانې مياشتې په ۹مه نېټه يوه الوتکه چې د برازيل له کاسکاويل (Cascavel) څخه د ګوارولهوس (Guarulhos) په لور روانه وه، د ساو پاولو (Sao Paulo) ایالت په وينهيدو (Vinhedo) ښار کې ولوېده. په الوتکه کې ۵۷ مسافر او د عملې ۴ غړي سپاره وو او ټول په دې پېښې کې مړه شوي دي.

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي هم د دې پېښې په پار د برازيل خارجه وزير ته د خواخوږۍ پيغام ورولېږه.