د سوډان د دارفور ایالت سرپرسټ مشر د اګېست په ۱۱مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، د سوډان د چټک غبرګون ځواکونو د اګېست په ۱۰مه نېټه د دې ایالت پر مرکز الفاشیر ښار برید وکړ او په نتیجه کې یې ۲۸تنه ملکي وګړي ووژل او ۴۶ تنه نور ټپیان شول.
په دغه اعلامیه کې راغلي، یاد پوځ د الفاشیر ښار پر بازار، ملکي تجهیزاتو او ودانیو بریدونه کړي، ور پسې د سوډان دولتي ځواکونو او د دارفور سیمې ځايي ځواک ور سره جنګ کړی او د چټک غبرګون ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.