د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د اګست په ۱۱ مه نېټه د اولمپيک نړیوالو لوبو د چين پلاوي ته د مبارکۍ پيغام وليږه.
د ۳۳ مې دورې د اولمپيک نړیوالې دوبنۍ لوبې د اګست په ۱۱ مه نېټه په پاريس کې پای ته ورسيدې او په دغو لوبو کې د چين سپورټي پلاوي ۴۰ طلايي، ۲۷ نقره يي او ۲۴ برونزي مډالونه تر لاسه کړي دي.
د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د مبارکۍ په پيغام کې د چين پلاوي ته ویلي، چيني لوبغاړو په دغو لوبو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سيمو له لوبغاړو سره عادلانه سيالۍ او د نظر تبادلې کړې، خپل سپورټي مهارتونه يې پياوړي کړي او خپلمنځي دوستي يې ټينګه کړې ده.
د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا همدارنګه هيله وښوده، چې چيني لوبغاړي د سپورټي چارو د پرمختګ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره نوي خدمتونه وکړي.