د پاریس په اولمپیک لوبو کې ۳۲ نړیوال ریکارډونه نوي شوي دي
CMG2024/08/12 11:18:00
شريکول:

د پاریس اولمپيک لوبې د اګیست په ۱۱مه نېټه پای ته ورسېدې. د اولمپيک نړیوالې کمېټې د شمېرې له مخې، په دغو اولمپيک لوبو کې ۳۲ نړیوال ریکارډونه نوي شوي او ۵۰۸۴ مډالونه لوبغاړو ته ورکړل شوي دي.

د پاریس په اولمپيک لوبو کې د سانټ لوسيا، بوټسوانا، ګواتمالا او دومینیکن لوبډلو په لومړي ځل طلايي مډالونه تر لاسه کړل او دغه راز د ۹۱ هېوادونو او سیمو پلاویو او د کډوالو لوبډلې مډالونه خپل کړل.

د دغو اولمپيک لوبو د سیالیو د کتلو څه باندې 9.5 ملیونه ټکټونه پلورل شوي دي. په دغو اولمپيک لوبو کې د نارینه او ښځینه لوبغاړو شمېر برابر و.