د چين د دولت د رئیس شي جين پينګ ځانګړې استازې شن ايچين د اولمپيک نړیوالو لوبو د پای مراسمو کې ګډون وکړ
CGTN2024/08/12 15:07:10
شريکول:

د ۳۳ مې دورې د اولمپيک نړيوالې دوبنۍ لوبې د اګست په ۱۱ مه نېټه د فرانسې په پاريس کې پای ته ورسيدې. د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ ځانګړې استازې او د دغه هېواد د دولتي شورا غړې شن ايچين په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.

شن ايچين د اګست په ۱۰ مه نېټه د اولمپيک نړيوالې کمېټې له رئیس توماس باخ سره وکتل او هيله يې څرګنده کړه، چې چين غواړي د اولمپيک له نړيوالې کمېټې سره خپلمنځي دوستانه همکارۍ پياوړې کړي او د اولمپيک لوبو د پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره نوي او لالوي خدمتونه وکړي.

توماس باخ د چين لوبډلې ته په يادو لوبو کې د ښې نومرې د ګټلو په پار مبارکي وويله او د اولمپيک له چارو د ټينګ ملاتړ په پار يې د چين له حکومت څخه مننه وکړه او هيله يې وښودله، چې کمېټه يې له چين سره همکارۍ ته دوام ورکړي او د څواړخيزم د ساتلو مثبت زيات پيغامونه خپاره کړي.

دواړو خواوو همدارنګه له هغو کړنو سره، چې سپورټي چارو ته سياسي رنګ ورکوي، مخالفت څرګند کړ.