د سوکي کناري د اوبو بند د برېښنا توليد پيل کړ
CMG2024/08/13 11:22:51
شريکول:

د پاکستان د سوکي کناري د اوبو بند پروژه د اګست په ۱۲مه نېټه د برېښنا په توليدولو پيل کړی او ګټې ته د رسولو پر لور يې کليدي ګام پورته کړی دی.

د سوکي کناري اوبو بند د پاکستان په شمال لويديځ خيبر پښتونخوا ايالت کې موقیت لري چې د چين د انرژۍ ايجنيرينګ ګروپ په پانګه جوړ شوی او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز يوه مهمه پروژه بلل کېږي.

د سوکي کناري اوبو بند جوړېدو کارونه د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې پيل شوي، عمومي ظرفيت يې ۸۸۴ مېګاواټو ته رسېږي او له فعالېدو وروسته به هر کال پاکستان ته د ۳.۲ مليارډه کيلواټه پاکه انرژي برابرولای شي.

( سپوږمۍ)