د چين د کمونېست ګوند پلاوي د روندا د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ
CMG2024/08/13 11:19:02
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو اړيکو څانګې مشر ليو جيان چاو د اګست له ۱۱مې تر ۱۲مې نېټې پورې د دغه ګوند د يوه پلاوي په مشرۍ د روندا په پلازمېنه کيګالي کې د دغه هېواد د ولسمشر پاول کګامي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ او په دې ترڅ کې يې له ولسمشر کګامي او د وطن پالې جبهې له عمومي منشي سره د خپلمنځي اړيکو په اړه د نظريو تبادله کړې ده.

دواړو خواوو څرګنده کړې، چين او روندا به د دواړو لوریو د مشرانو د اجتماع په لارښوونې سره د ګوندونو ترمنځ تګ راتګ زيات کړي، سياسي ډيالوګ او متقابل ستراتيژيک باور پياوړی کړي او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ او د چين او افريقا همکاريز فورم تر چوکاټ لاندې خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي.