د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون، د جرمني صدراعظم اولاف شولز او د برېتانيا لومړي وزير کېير ستارمر د اګست په ۱۲مه نېټه د منځني ختيځ مسئلې په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او د دغې سيمې حالاتو د ارامولو او د مذاکراتو د سمدستي اعاده کېدو غوښتنه يې کړې ده. د اروپا څو هوايي شرکتونو په دې وروستيو کې د سيمه ييزو حالاتو د ترينګلتيا له امله اعلان وکړ چې د منځني ختيځ د څو ښارونو پر لور د پروازونو بندولو ته به دوام ورکړي.
په دغه ګډه اعلاميه کې د يادو درېيو هېوادونو مشرانو د منځني ختيځ حالاتو پر سختېدو خپلې انديښنې څرګندې کړې، د قطر، مصر او امريکا مشرانو له ګډې اعلاميې سره يې موافقه ښودلې او د مذاکراتو د سمدستي اعاده کېدو غوښتنه يې کړې ده.
د دغې ګډې اعلاميې له مخې، ياد درې مشران به تر خپلې وسې پورې د ترينګلو حالاتو د ارامولو هڅه وکړي او د سيمه ييز ثبات په پار به سم لوری ومومي.