چين په دې وروستيو کې د خپلو برقي موټرو په مقابل کې د اروپايي ټولنې د سوداګريز محافظت اقداماتو په اړه د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته دعوا وړاندې کړه. د چين سي جي ټي ان (CGTN) په دې اړه يوه سروې خپره کړه، چې پکې ۸۷.۵ سلنه ځواب ويونکي په دې باور دي، چې د اروپايي ټولنې له خوا د لوړو تعرفو لګول به نه يوازې د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د توپيرونو د لرې کولو لپاره ګټور نه وي، بلکې د اروپا او حتی د نړي د موټرو صنعت ته به زيانونه ورسوي.
دغه سروې د سي جي ټي ان په انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ويبپاڼو کې خپره شوې، په ۲۴ ساعتونو کې ټولټال ۱۲۰۳۲ چيني يا بهرنيو انټرنيټ کاروونکو پکې برخه اخيستې او خپل نظر يې څرګند کړی دی.