بېجينګ : لوېديځ هېوادونه دې تاریخي مسوولیت ومني او د افريقا د تاريخ بې عدالتۍ دې اصلاح کړي
CMG2024/08/13 14:29:54
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د اګېست په ۱۲مه نېټه د افريقا د تاريخي بې عدالتۍ د سمولو په اړه د امنيت شورا په عالي غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې د افريقا د تاریخي بې عدالتۍ د سمولو لپاره دې لومړی په روښانه توګه له استعمار او سلطې سره مخالفت وکړي. لوېدیځ هیوادونه باید په دې برخه کې خپل تاریخي مسوولیت پر غاړه واخلي، په افريقايي چارو کې لاسوهنې، فشارونه او بندیزونه ختم کړي او د افریقا برخلیک، افریقایانو ته وسپاري.

نوموړي وويل، چين به له نړيوالو همکارانو سره د افريقا د پرمختګ لپاره ګډ کوښښ وکړي.