چين په غزې تړانګه کې د ملکي وګړو پر وژنې سخته انديښنه وښوده
CMG2024/08/13 14:49:15
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اګست په ۱۲مه نېټه په خبري ناسته کې وويل، چين په غزې تړانګه کې د اسرائيلو د پوځي عملیاتو له امله د ملکي وګړو پر وژنې سخته انديښنه وښوده او له اسرائيل څخه يې غوښتنه وکړه چې سمدلاسه دې اوربند وکړي.

حماس د روانې مياشتې په ۱۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د اسرائيل پوځ د همدې ورځې په سهار د غزې پر يو ښوونځي بريدونه کړي چې له امله يې له ۱۰۰ څخه زيات کسان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.