د پاريس المپيک لوبې د اګست په ۱۳مه نېټه پای ته رسېدلې. د چينايانو لپاره د ویاړ خبر دا دی، چې د چين لوبډلې په دغو لوبو کې ۴۰ د طلا، ۲۷ د نقرې او ۲۴ د برونزو مډالونه تر لاسه کړي دي او په دې سره یې د المپيک د هغو تېرو دورو د دوبنيو لوبو په پرتله تر ټولو لوړ ريکارډ جوړ کړی، چې د چين په بهر کې تر سره شوې. د چين لوبډلې د پاريس په المپيک لوبو کې په خپلو کړنو او کارکردګیو سره د چينايانو سپورټي روحيه او د المپيک اصل نندارې ته وړاندې کړی، نړۍ ته يې چين ښه ورپېژندلی او په نړۍ کې يې ځانته ګڼ شمېر مينه وال راجلب کړي دي.
د چين لوبغاړو په پاريس کې ۱۹ ورځنیو لوبو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي، چې د غوټې وهلو لوبغاړو يې ۸ طلايي مډالونه، د پينګ پانګ لوبغاړو يې ۵ طلايي مډالونه او د وزن پورته کولو لوبغاړو يې ۵ طلايي مډالونه او د نښه ويشتلو لوبغاړو يې د خپل تاريخ تر ټولو ښې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. د چين لوبډلې په خپلو شپږو برتري لرونکو سياليو کې مخکښ مقام ساتلی چې مجموعا يې ۲۷ طلايي مډالونه تر لاسه کړي.
بر سېره پر دې، د چين لوبډلې په نورو زياتو سياليو کې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي. چيني لوبغاړې په لومړي ځل د المپيک د ټنیس د دوو پېغلو تنها په تنها سيالۍ کې طلايي مډال تر لاسه کړی دی. د چين لوبډلې په لومړي ځل د نارینه وو لامبو وهلو په 4X100 متره مخالطو سیالیو کې طلايي مډال تر لاسه کړی، چې په دغه برخه کې يې د امريکايي لوبغاړو د تېرو څلوېښتو کالو انحصاري مقام مات کړی دی. د چين لوبډلې په لومړي ځل «همزمانه» لامبو یا (synchronized swimming) په شمول درېيو سياليو کې طلايي مډالونه تر لاسه کړي دي. چيني لوبغاړو د المپيک د روحيې تر تحريک لاندې په سياليو کې د اخلاقو، ښه سلوک او شفافیت پر اصولو ټينګار کړی او د المپيک لوبو ته يې نوی حياتي ځواک ورکړی دی.
د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون په دې وروستيو کې د چين ميډيا ګروپ خبريال ته ويلي، د چيني لوبغاړو له برياليتوبونو څخه دا ثابتېږي چې چين د وتلو لوبغاړو د روزلو او د وګړو د هڅولو توان لري. په نړيوالو ټولنيزو شبکو کې انټرنيټ کاروونکو د چيني لوبغاړو د کړنو ډېره ستاينه کړې. د پان جان له، جنګ چين ون او چوان هونګ چان په شمول ډېرو ځوانو چيني لوبغاړو نړیوال ډېر اغېزمن کړي، چې دوی ټول له ۲۰۰۰م کال وروسته زيږېدلي او د چين په سپورټي ډګر کې مهم رول لوبوي. نړيوالو له دغو ځوانو چيني لوبغاړو څخه د چيني ځوانانو پر ځان باور لرونکې، فعاله او مثبته رويه ليدلې ده.
د بريتانيا د (( فينانشل ټايمز)) په يوې تازه مقالې کې ويل شوي، چې د يوه هېواد له سپورټي برياليتوب څخه د دغه هېواد برتري او غوره والی ثابتېږي.
په سپورټي سياليو کې د چين غښتلی توان له کوم ځای څخه پيدا شوی؟ زياتو څېړونکو يادې مسئلې ته ځوابونه ور کړي، چې د چين عمومي قوت د دوامدارې پراختيا په حال کې دی، چين د سپورټي سياليو او روزنو په برخه کې له نړيوالو معيارونو سره ځان سم کړی، د چين د بېلا بېلو سپورټي برخو د مستعدو وګړو شمېر د زياتوالي په حال کې دی، د بېجينګ المپيک د ژمنيو او دوبنيو لوبو بريالي کوربتوب د چينايانو د سپورټي علاقې کچه ډېره لوړه کړې ده.
يادو ټولو لاملونو د پاريس المپيک په لوبو کې د چيني لوبغاړو د برياليتوبونو بنسټ ايښی دی.
د پاريس المپيک په لوبو کې د چيني او بهرنيو لوبغاړو ترمنځ دوستي او همغږې اړيکې نړۍ ته ښيي، چې سپورټ ملي، قومي او هنري توپيرونه ختموي، دغه راز په نړۍ کې شخړې او جنجالونه ختموي، د مختلفو تمدنونو او وګړو اړيکې پياوړې کوي. دغه پيغام په اوسني نړيوال وضعيت کې ډېر ارزښت لري.
المپيک لوبې د نړۍ لپاره د چين د پرمختګ او بدلون د پېژندلو يوه کړکۍ بلل کېږي. د چين لوبډلې د ۱۹۸۴م کال په المپيک لوبو کې خپل لومړی طلايي مډال تر لاسه کړی او د ۲۰۲۴م کال په المپيک لوبو کې يې د طلايي مډالونو په درجه بندۍ له امریکا سره ځان مساوي کړی او په دواړه په لومړي مقام ته رسېدلي دي.
په دغو تېرو ۴۰ کلونو کې المپيک لوبو د چين د سپورټي سياليو پرمختګ، د چين د عمومي ملي قوت د لوړوالي او د المپيک د پرمختګ لپاره د چين خدمتونه ثابت کړي دي. چين به په راتلونکي کې د المپيکي اخلاقو د پراختيا، د نړيوالې سولې او يووالي د پياوړتيا او د بشري تمدن د پرمختګ لپاره لا زيات خدمتونه و کړي.