امریکا او جاپان غواړي اسیا ته اتومي ګواښ پېښ کړي، خو د اسیا خلک به هېڅکله دا ونه مني
CMG2024/08/14 15:50:22
شريکول:

د هر کال په اګست کې د جاپان په هیروشیما کې د اټوم بم کارولو کاليزه او ياد غونډه تر سره کېږي ترڅو د اټوم بم په استعمال کې د بې ګناه قربانیانو په ژوره توګه یادونه وکړي او نړۍ ته د اټومي وسلو نه هيریدونکې او ویجاړونکې پایلې په ډاګه کړي. خو جاپان د هیروشیما د اټومي بمبارۍ د یادونې په وخت کې په دې اړه ژور انعکاس نه لري چې ولې د اټومي بم لخوا بمبار شوی، هېڅکله د بمبارۍ عاملین نه یادوي او د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د چین او نورو اسیایي هېوادونو ته د زیان رسولو په اړه سترګې پټوي. برعكس، جاپان له ډېرې مودې راهيسې ځان د اټومي بمونو قرباني هېواد ګڼي او له امريكا سره ملګرتیا کړې کوم چې د بمباريو پخواني مرتكب دى. دا بې له شکه د اسیا سوله خوښونکو خلکو ته د اټومي جګړې خطر رامنځته کوي چې ډېر د اندیښنې وړ دی.

په دې وروستیو کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د دفاع وزیر لويد اسټین توکیو ته سفر وکړ او په ګډه یې د امریکا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو او دفاع وزیرانو ترمنځ "2+2" غونډه کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې، امریکا له جاپان سره خپله "اټومي چترۍ" ژمنه نوره هم پیاوړې کړه. بر سېره پر دې، دواړو خواوو د وزیرانو په کچه نوره غونډه هم ترسره کړه. امریکا او جاپان په دې یو لړ غونډو کې د "چین، روسیې او شمالي کوریا د ګواښ تیوري" په کلکه تبلیغ کړی او دا اقدام بې له شکه په اسیا کې سولې او ثبات ته سخت زیان رسوي. 

چين تل د سوله ييز پرمختګ په لاره کې ټينګ ولاړ دی، د ملي دفاعي تګلارې په ټينګولو سره تل خپل ذروي ځواک په هغه کچه ساتلی چې د ملي امنيت لپاره يې اړتيا ده او هېڅ هېواد ته يې ګواښ نه دی رامنځته کړی. چین په ښکاره توګه ويلي چې تر هغه چې کوم هېواد د چین پر ضد د اټمي وسلو د کارولو او یا یې ګواښ نه کوي، د چین د اټومي وسلو له ګواښ سره به مخامخ نه شي. په دې وروستيو کې د چين د بهرنيو چارو وزارت د ذروي وسلو د لومړي نه کارونې په اړه د چين کاري سند خپور کړ چې دغه سند نه يوازې د ذروي جګړې پر خطرونو او زيانونو ټينګار کړی، بلکې د اټومي بې وسلې کولو او د وسلو د کنټرول پر اړتيا يې هم ټينګار کړی دی چې د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو په اړه د چين مسؤلانه رویه ښيي. 

د اسیان هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۷مه غونډه کې چې څه موده وړاندې ترسره شوه، د اسیان هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په متفقه توګه د اټومي بې وسلې کولو په برخه کې خپله کلکه ژمنه څرګنده کړه. د اټومي بې وسلې کولو په اړه د اسیان قوي ملاتړ  اسیايي هېوادونو د خلکو ګډې هیلې منعکسوي. د هیروشیما د تراژیدۍ د بیا پېښېدو د مخنیوي لپاره، ټول هېوادونه باید په ګډه کار وکړي ترڅو د اټومي بې وسلې کولو او د وسلو د کنټرول پروسې ته وده ورکړي، اټومي وسلې په بشپړه توګه له منځه یوسي او په ګډه سره د اټومي وسلو پرته سوله يیز اسیا جوړه کړي.