د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اګست په ۱۳مه نېټه په مسکو ایالت کې په نوفواوګاريوفو استوګنځي کې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره خبرې اترې وکړې.
ولاديمير پوتين په خبرو کې ويلي، چې د فلسطين مسئلې د حل لپاره دې د ملګرو ملتونو اړوند پرېکړه لیکونه پلې شي او په وينا يې، تر هرڅه لومړی دې د فلسطين د خپلواکۍ پرېکړه ليک پلی شي.
محمود عباس هيله وښوده چې فلسطينيان خپل هېواد ولري.
نوموړي زياته کړه، چې له ۱۹۴۷م کال راهيسې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د فلسطين په اړه له زرو څخه زيات پرېکړه ليکونه تصويب کړي، خو د امريکا د کړنو او فشارونو له امله يې يو پرېکړه ليک هم نه دی عملي شوی.