شي جين پينګ د هوبۍ ولايت د دان جيانګ کو بند رضاکارانو ته ځوابي پيغام ليږلی
CMG2024/08/14 17:49:22
شريکول:

د چين د ايکولوژۍ د دوهمې ملي ورځې په درشل کې، د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ د هوبۍ ولایت د شه يان ښار د دان جيانګ کو بند سيمې چاپيريال ساتونکو رضاکارانو ته ځوابي پيغام ليږلی او دوی يې تشويق کړي دي.

شي جين پينګ د دغه هېواد د ايکولوژيک چاپيريال ساتونکو کارکوونکو او رضاکارانو ته تاوده سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.

په ۲۰۱۴م کال کې په چين کې له جنوب څخه شمال ته د سيندونو اوبو د لېږدولو د پروژې لومړۍ برخه ګټې اخيستنې ته سپارل شوې او شي جين پينګ د دې پروژې مهمه لارښوونه کړې. دان جيانګ کو بند، چې د يادې پروژې د اوبو د يوې مهمې سرچينې رول لري، د اوبو ساتنه يې پياوړې شوې او د رضاکارانو په شمول ډېرو حکومتي چارواکو او عامو وګړو د اوبو د ساتنې او کنترول په چارو کې فعال ګډون کړی دی. د نوموړي بند چاپيريال ساتونکو رضاکارانو په دې وروستيو کې شي جين پينګ ته پيغام ليږلی او نوموړي ته يې د اوبو د ساتنې په برخه کې د خپلو خدمتونو معلومات ورکړي او د دې سيمې د اوبو او چاپيريال د ساتلو ټينګ هوډ يې څرګند کړی دی.