د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي د اګست په ۱۳مه پر خپلې ټولنیزې پاڼې ليکلي چې د روسيې په کورسک ایالت کې د اوکراین پوځي عملیات دوام لري.
زیلینسکي په همدې ورځ د اوکراین د وسله وال پوځ له قومندان الکساندر سيرسکي سره ویډیويي خبرې وکړې. سيرسکي زیلینسکي ته معلومات ورکړل چې د اوکراین ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کورسک ایالت کې پر ۴۰ مربع کیلومتره خاورو کنټرول درلود او د دې میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې يې د روسیې شاوخوا زر مربع کیلومتره خاوره تر خپل کنټرول لاندې راوستلې ده .