په روسيه کې به د سمندري چارو کمېټه جوړه شي
CMG2024/08/14 14:59:13
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اګست په ۱۳مه نېټه د دغه هېواد د سمندري چارو کمېټې د جوړولو مسوده تصویب کړه.

د روسيې د ولسمشر مرستيال پيتروشيف د دغې کمېټې رئيس په توګه ټاکل شوی.

د روسيې د فدراسيون د سمندري چارو کمېټه به د دغه هېواد د سمندري پوځ د ستراتيژيک پرمختګ، په شمالي قطب کې د روسيې د ملي ګټو د ساتنې او په سمندر کې د روسيې د فعاليتونو د پرمختګ او ملاتړ مسوولیت ولري.