حوثي وسله والو په يمن کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر تړلی
CMG2024/08/14 10:54:32
شريکول:

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي او د يمن د حکومت مامورينو د اګست په ۱۳مه نېټه د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې د يمن په پلازمينه صنعا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لوړ کمېشنر دفتر د حوثي وسله والې ډلې له خوا په زور بند شوی دی.

د صنعا خبري رسنۍ د ملګرو ملتونو د چارواکي او د دغه هېواد د مامورينو په قول خبر ورکړ، چې د حوثي وسله والو د اګست په ۸مه او ۹مه نېټه په صنعا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لوړ کمېشنر پر دفتر ناڅاپي بريد کړی او ورڅخه يې د موټرونو، پيسو، سندونو، د مهمو معلوماتو د ثبتولو کمپيوټري هارډ ډيسک په شمول ډېری شيان نيولي دي.