د اقتصادي او ټولنيزي پراختيا د جامع زرغون بدلون د چټکولو لپاره د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا له لوري د لارښودونو يوه ټولګه خپره شوه ،څو د زرغون بدلون په برخه کې د چين د رهبرۍ هڅې پياوړي شي او د کاربن کمولو موخې ته د رسېدو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.
د لارښودونو پر بنسټ د چين حکومت زرغون بدلون د لوړې کچې لومړيتوب په توګه پېژندلی دی. چيني پرېکړه کوونکي دا بصيرت لري چې د ښکلي چين د جوړولو لپاره د زرغون بدلون کليدي موخو ته د رسېدو لپاره ستراتيژيک چوکاټ جوړ کړي، د لوړ کيفيت پراختيا تقويه کړي او د سوکاله راتلونکې د ډاډمنولو لپاره اړين ترتيبات برابر کړي.
په تېرو څو لسيزو کې د اقليمي بدلون، چاپېريال ساتنې او طبيعي افتونو مسئلو د هواري لپاره چين د پلانونو، مقرراتو او ستراتيژيو ګډې ټولګې جوړې کړې دي. دغه چوکاټونه ملي او نړيوالې کچې تر پوښښ لاندې راولي. نوي خپاره شوي لارښودونه به د ايکولوژيکي تمدني او لوړ کيفيت پراختيا د چټکولو لپاره د چين هڅې ګړندي کړي. د ودې او پايدارۍ تر منځ د توازن د رامنځته کولو له لارې به د چين رهبري په زرغون بدلون سره د ګډ برخليک نړيواله ټولنه رامنځته کړي.
نوي خپاره شوي لارښودونه د دې لپاره روښانه نقشه وړاندې کوي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د زرغون بدلون له کبله اقتصادي او ټولنيز سکټورونه څومره پرمختګ وکړي. په ۲۰۳۵ کال کې به لويه برخه اقتصاد زرغون او دايروي شي او د کاربن د خپريدو کچه به په لومړي سر کې اوج ته ورسيږي او وروسته به په تدريج سره را کمه شي.
تر ۲۰۳۵ کال پورې به د چين د فوسيلي انرژۍ کچه ۲۵ سلنه شي، د اوبيزو ذخيرو له لوري توليدېدونکې انرژي به ۱۲۰ ميليونو کيلو واټو ته ورسيږي او د انرژۍ او چاپېريال ساتنې د سکټور ارزښت به ۲.۱ ټريليونو ډالرو ته ورسيږي.
د لارښودونو پر بنسټ، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د جامدو کثافاتو د کارونې کچه ۴.۵ ميلياردو ټنو ته ورسيږي او د اصلي سرچينو د توليد کچه به د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۴۵ سلنه وده وکړي. د سوداګريز ترانسپورټ له کبله د کاربن د خپريدو کچه به د هر واحد پر سر د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۹.۵ سلنه را ټيټه شي.
چين هڅه کوي چې د پانګونې، مالي مسايلو، مالياتو او نرخي سياستونو له لارې د نوې کېدونکې انرژۍ کارېدنه ډېره کړي. چين ورځ تر بلې د دې ښه وړتيا ترلاسه کوي چې د پاريس د تړون پر بنسټ د پايدارې پراختيا لپاره خپل مسووليتونه ترسره کړي، د زرغونې انرژۍ پر لور ګامونه واخلي او د اقليمي بدلون ناوړه اغېزې راکمې کړي.
چين د پايدارې پراختيا لپاره غوره ماډل ګڼل کېدای شي، په ځانګړي ډول په هغه صورت کې چې د چاپېريالي پايدارۍ بحث مطرح کيږي. چين تازه د نوې کېدونکې او زرغونې انرژۍ له سرچينو، لکه لمريزې، بادي، ساحلي، اوبيزې او ساحلي اټومي برېښنا څخه ګټه اخيستنه پيل کړې ده. دغه هېواد د پايدارې ودې په لومړۍ کرښه کې واقع دی چې ښې بېلګې یې د برېښنايي موټرو او نوې انرژۍ په توليد او دغه راز د ايکولوژۍ د بيا پر پښو درولو په برخو کې پرمختګونه دي.
چين د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقاوم، لږ کاربن او دایروي اقتصاد لپاره زرغون بدلون، د لږ کاربن خپروونکو صنايعو، زرغونو دندو رامنځته کولو او د کارکوونکو روزلو ته اړتيا لري. دا چارې به له چين سره مرسته وکړي چې په ټولنيز او تخنيکي ډول د ککړتياوو کچه راټيټه کړي.
چين غواړي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې د کاربن د خپريدو کچه صفر ته راټيټه کړي. د زرغون بدلون پلان د چين د اقتصادي بڼې د بدلېدو سبب کيږي او له کاربن د خلاص پايدار دولت په رامنځته کېدو کې مرسته کوي. تر هغه مهاله به د چين د ايکولوژيکي تمدن د پام وړ پرمختګ وکړي، زرغونه پراختيا به يې په رښتيني مانا سره واقع شي او د دغه هېواد لویه برخه به په بشپړه توګه له کاربن خلاصه شي.