د چين خارجه وزير وانګ يي له ميانمار څخه ليدنه کوي
CMG2024/08/14 10:53:42
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د اګست له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې له ميانمار څخه ليدنه وکړي، په تايلند کې به د لانڅانګ – ميکونګ همکارۍ په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په ۹مه غونډه کې او د چين، لاوس، ميانمار او تايلند د بهرنيو چارو وزيرانو په غېر رسيمي ناسته کې ګډون وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د وزير وانګ يي د دغه سفر په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل او و يې ويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ او د ميکونګ سيند پر غاړو پرتو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې، د چين او کمبوديا، د چين او لاوس، د چين او ميانمار، د چين او تايلند او د چين او ويتنام ترمنځ د ګډ برخليک ټولنو د جوړولو اعلان شوی او په دې سره د لانڅانګ – ميکونګ سيند پر غاړو پرته سيمه د ګډ برخليک د دوه اړخيزو او څواړخيزو ټولنو د ابادۍ تر پوښښ لاندې راغلې ده.

چين غواړي، چې د لانڅانګ – ميکونګ همکارۍ په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې له لارې د دې سيمې له نورو هېوادونو سره همکاريزو چارو ته بيا کتنه وکړي،د همکارۍ تجربې يې راغونډې کړي او د همکارۍ د راتلونکې پړاو پلان جوړ کړي، څو لانڅانګ – ميکونګ سيمه د (( کمربند او لارې)) د ابادۍ، د نړيوال پرمختګ پشنهاد، د نړيوال امنيت پېشنهاد او د نړيوال تمدن پېشنهاد د نمونوي سيمې په لور سمسوره کړي.