د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د اګست په ۱۳مه نېټه د منځني ختيځي سیمې د مسئلې په اړه د فرانسې، جرمني او بريتانيې د ګډې اعلاميې په غبرګون کې پر لويديځو هېوادونو نیوکه کړې، چې پر فلسطين د اسرائيلو پر جنايتونو سترګې پټوي، خو د ايران احتمالي غبرګون ته ګوتڅنډنه کوي، او په وینا يې، ایران به د درېیو هیوادونو په غوښتنه له اسرائیلو د غچ اخیستنې څخه لاس وانخلي.
نوموړي وویل، د فلسطین د خلکو پر ضد د اسرائیلو غیر بشري جرمونه هره ورځ پیښیږي، مګر د فرانسې، جرمني او بریتانیې په ګډون لویدیځو هیوادونو د دې جنايتونو د مخنیوي لپاره هېڅ عملي یا اغیزمن ګامونه نه دي اخیستي او له ایرانه يې غوښتنه کړې، چې پر خپل قلمرو او حاکميت د اسرائيلو تېري ته ځواب ورنه کړي. دا سیاسي منطق نه دی او په بشپړه توګه له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.