د سوډان يو غير حکومتي سازمان چې د سوډان ډاکترانو شبکې په نوم يادېږي، د اګست په ۱۴مه نېټه ويلي، چې په همدې ورځ د دغه هېواد په لوېديځ کې د شمالکردفان ايالت پر مرکزالابيض ښار باندې د توپونو سخت بریدونه شوي او له امله يې ۶ تنه وژل شوي او ۴۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د مالوماتو له مخې، د الابيض ښار په مرکز کې يو بازار او يو ښووځی د توپونو بريدونو له امله سخت ويجاړ شوي او مرګ ژوبله يې اړولې ده.
له دغو بريدونو وروسته د دغه ښار مخابراتي او انټرنیټي خدمات هم بند شوي دي.
د ډاکترانو شبکې سازمان د دغو بريدونو مسوولیت د چټک غبرګون ځواکونو پر غاړه اچولی.
خو د سوډان د چټکو غبرګون ځواکونو تر اوسه په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.