د ميانمار مشر مین اونګ هلینګ د اګست په ۱۴مه نېټه په ناي پي تاو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.
مین اونګ هلینګ وويل، ميانمار له چين سره اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي، د يو چين پېژندنې پر اصولو ټينګ ولاړ دی او غواړي چې تل د چين د باور وړ او ښه ګاونډي په توګه پاتې شي.
وانګ يي وويل، چين غواړي له ميانمار سره په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ ژورې کړي، د يو کمربند او يوې لارې او د چين-ميانمار اقتصادي دهلېز د لویو پروژو جوړول ګړندي کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېلو او ګازو پايپ لاين فعاليت ښه وساتو.
وانګ يي زياته کړه، چې چین به د میانمار د خلکو د ژوند د ښه والي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخلیک ټولنې جوړولو ته وده ورکړي.
وانګ يي ميانمار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د صدراعظم له مرستيال او خارجه وزير تهان سوی سره خبرې اترې وکړې او د ميانمار د سولې او پرمختګ ملي کمېټې له پخواني رئيس تان شيو سره يې وکتل.