د بلاروس صدراعظم: له چين سره د حکومتوالۍ د تجربو د تبادلې هيله لرم
CMG2024/08/15 14:12:13
شريکول:

د بلاروس صدراعظم رومان ګولوفشينکو د اګست په ۱۴مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه مينسک کې د چين د نړيوال پرمختګ او همکارۍ ملي ادارې له مشر لو جاو هوي سره ولیدل.

ګولوفشينکو نوموړي ته د بلاروس د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په چارو کې د چين د حکومت د مرستو مننه وکړه او ويې ویل، بلاروس غواړي له چين سره د لوړې کچې تګ راتګ او ګډې همکارۍ پياوړې کړي، د حکومتوالۍ په اړه د تجربو تبادلې زياتې کړي او د (( کمربند او لارې)) په ابادۍ او د نړيوال پرمختګ پېشنهاد په پلي کولو کې فعال ګډون وکړي.

لو جاو هوي ګولوفشينکو ته وويل، غواړي د بلاروس له اړوندې ادارې سره په ګډو هڅو د دواړو هېوادونو د مشرانو مهم اجتماع پلې کړي، د (( کمربند او لارې)) د ګډې ابادۍ او د نړيوال پرمختګ پېشنهاد د تطبيق لپاره خدمتونه وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا پياوړې کړي.