د چین بهرنۍ سوداګري نړۍ ته څه ګټې رسوي؟
CGTN2024/08/15 15:55:56
شريکول:

په دې وروستۍ موده کې ګڼ شمېر نړیوالو رسنيو د چين د بهرنيو سوداګريو په اړه ويلي، چې د چين بهرنۍ سوداګري اوس د چټک پرمختګ په حال کې ده او دا سوداګري  يې د چين د اقتصاد يوه مهمه برخه بللې ده. 

چين د اګست په ۷مه نېټه د روان کال د لومړيو اوو مياشتو د خپلې بهرنۍ سوداګرۍ په اړه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د دغه هېواد د توکو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۲۴ ټريليونو او ۸۳۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي او پيمانه يې تاريخي ريکارډ جوړ کړی. 

د يادونې وړ ده، چې د چين بهرنۍ سوداګرۍ نه يوازې د کمیت په برخه کې زياتوالی لري، بلکې کيفيت يې هم لا ښه شوی. د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د معلوماتو د اټوماتيکې پروسس ماشين، د جامع مدار يا آی سي، موټر او د داسې نورو توليداتو صادراتي اندازه ۸ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي، چې د صادراتو د عمومي اندازې شاوخوا ۶۰ سلنه برخه يې نیولې ده. په دې سره دا په ډاګه شوې، چې د دې هېواد سوداګري مخ په ښه کېدو روانه ده او د نوښت خوځند ځواک يې لا زیات شوی دی.

د دې برياليتوب لپاره د چین د موټرو شرکتونو ډېر زيات خدمتونه کړي دي. د مثال په توګه، د چين بي وای ډي (BYD) شرکت د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې ۲۳۳ زره برقي موټرونه صادر کړي او دغه شمېر د تېر کال له ټولې صادراتي اندازې سره برابر لري. دغه شرکت د څېړنې او نوښت په برخه کې شاوخوا ۱۴۰ ميليارډه یوانه لګولي او د څېړنيزو کارکوونکو شمېر يې په نړۍ کې د موټرو تر ټولو شرکتونو زيات دی.

بهرنۍ سوداګرۍ د اقتصاد لپاره يو مهم انډول دی. د چين د بهرنۍ سوداګرۍ ثابت پرمختګ او ښه والی نړۍ ته ډېرې زياتې ګټې رسوي. د مثال په توګه، دا ټولو ته معلومه شوې، چې چين د نړۍ لپاره يو لوی بازار دی. د کوريا جمهوریت يونهاپ نيوز اژانس (Yonhap) په دې وروستيو ورځو کې خبر ورکړی، چې دغه هېواد چين ته ډېر زيات سېميکنډاکټور (semiconductor)  صادر کړي او په دې سره يې د روان کال په جولای مياشت کې چين ته صادراتو اندازه ډېر زياتوالی ښيي. همدا راز چين يو ځل بيا د کوريا جمهوريت تر ټولو لوی صادراتي هېواد ګرځېدلی دی. د امریکا سي اين بي سي (CNBC) خبري اژانس ويلي،‌ چې په جولای کې د چين وارداتي اندازه تر پيشګويۍ زياته شوې. 

اوسمهال د چين اصلاحات د نور هراړخيز کېدو او ژورېدو په حال کې روان دي. د چین د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمې عمومي غونډې په ځانګړې توګه د بهرني سوداګریز سيسټم د ژورو اصلاحولو چارو سپارښتنې کړي، چې د دې هېواد د بهرنيو سوداګريو لپاره به لوی خوځنده ځواک برابر کړي. 

د دې تر څنګ، د چین د اقتصاد زیاتوالي هم د بهرنيو سوداګريو لپاره کلک ملاتړ او تضمين برابر کړی. په تېرو مسلسلو اتو ربعو کې د چين اقتصاد د زياتېدو په حال کې روان و. په دې وروستۍ موده کې د پولي نړيوال صندوق په شمول یو شمېر نړيوالو سازمانونو د چين د روان کال د اقتصادي زياتوالي په اړه وړاندوينه ۵ سلنې ته لوړه کړې. په دې سره دا په ډاګه شوې، چې چين لا هم د نړۍ په اقتصادي زیاتوالي کې مهم رول لوبوي.

ګڼ نړیوال سازمانونه په دې اند دي، چې د سږکال له پيل راهيسې، د نړۍ د توکو معاملې ورو ورو مخ په سمسورتيا روانې دي. خو د جغرافيايي سياست د کړکېچونو، پر معاملو باندې د محدودیتونو د زیاتېدو او د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ‌ د سياليو د نورو سختېدو بهرنۍ سوداګرۍ ډېرې زیاتې اغېزمنې کړې دي.

له يادو ننګونو سره سره، چين به لا هم پر نور ورخلاصون ټينګار وکړي او د اقتصاد د لا ښه کېدو لپاره به  زمينه برابره کړي، څو د باکيفيته بهرنۍ سوداګرۍ له لارې نړۍ ته نورې زياتې ګټې ورسوي.