ايران او روسيه به د خپلمنځي هراړخيزو همکاریزو اړیکو تړون لاسليک کړي
CMG2024/08/15 11:10:37
شريکول:

په روسيه کې د ايران سفير کاظم جلالي د اګست په ۱۴مه نېټه ويلي، چې ايران او روسيه د خپلمنځي هراړخيزو همکاریزو اړيکو د تړون مسوده څېړي او ژر به يې لاسليک کړي.

نوموړي زياته کړه، د روسيې د Mir په نوم د پېسو تاديې سيسټم ښايي په ۶ مياشتو کې په ايران کې وکارول شي.

نوموړي د سيمه ييز حالت په اړه ويلي، چې ايران د هر ډول يرغل او تېري پر ضد مبارزې لپاره ځان چمتو کوي او اسرائيل به د خپل تېري ځواب وویني.