د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير ټيدروس ادهانوم ګيبرېيسوس د اګست په ۱۴مه نېټه د اېم پاکس (د بیزو چيچک) ناروغۍ خپرېدل د عامې روغتيا بېړنی حالت اعلان کړی، چې په نړيواله کچه د اندېښنې وړ دی.
نوموړي سازمان په همدې ورځ د روغتيا د نړيوالو مقرراتو د بېړني کمېسيون غونډه ترسره کړه او ګډونوالو يې پر هغه وضعيت بحث کړی، چې په روان کال کې پر اېم پاکس ناروغۍ د اخته شويو وګړو شمېر ډېر زيات شوی دی.
د دغه سازمان عمومي مدير ګيبرېيسوس له يادې غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، د اندېښنې وړ خبر دا دی، چې په افريقا او نورو وچو کې د يادې ناروغۍ د لا پراختيا امکان موجود دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې، په روان کال کې پر اېم پاکس د اخته شويو وګړو شمېر له ۱۵۶ زرو نه زيات ثبت شوی، چې دا شمېر د تېر کال د عمومي اندازې په پرتله لوړ ښيي او د مړه شويو ناروغانو شمېر ۵۳۷ ته رسېدلی دی.
نوموړي سازمان په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د اېم پاکس ويروس نوې بڼه د کانګو ديموکراتيک جمهوريت کې په چټکۍ د خپرېدو په حال ده او د بروندي، کنيا، روندا او يوګانډا په ګډون يو شمېر هغو ګاونډیو هېوادونو ته هم خپره شوې ،چې وړاندې مثبته پېښه پکې نه وه.