بېجينګ: هيڅ هېواد باید د ډيموکراسۍ او بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو ګټو ته زیان ونه رسوي
CMG2024/08/15 14:14:02
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې پر خپلې وېبپاڼې (( د امريکا د ډيموکراسۍ ملي صندوق کړنې او رښتينې بڼه)) راپور خپور کړ. د دغه وزارت وياند لين جيان د اګست په ۱۴مه نېټه د يوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې ياد راپور د ګڼ شمېر واقعي معلوماتو په وړاندې کولو د ډيموکراسۍ د تش په نوم پياوړتيا په پلمه د امريکا د نوموړي صندوق حقيقي حالت په ډاګه کړی.

دغه راپور ښيي، چې د امريکا د ډيموکراسۍ ملي صندوق په نورو هېوادونو کې د رنګينو انقلابونو د راپارولو او د حکومتونو د رانسکورولو هڅې يې کړې، له بېلا بېلو قواوو سره يې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې، په نورو هېوادونو کې يې بېلتون او ضديت پارولی، ثبات يې زیانمن کړی، جعلي معلومات او خبرونه يې خپاره کړي، څو پر عامو افکارو يې اغېزې وکړي، دغه راز د علمي څېړنو په پلمه د نورو هېوادونو په چارو کې د مداخلې او د خپل نفوذ د پراختيا په هڅه کې دی.

راپور همدارنګه ښيي، چې دغه امريکايي صندوق د چين په تايوان کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کړی، د چين په شينجيانګ، هانکانګ او شيځانګ کې يې بېلتون غوښتنه پارولې او د چين د سياسي او ټولنيز خونديتوب د ويجاړولو لپاره يې فعاليتونه طرحه او جوړ کړي دي.