پېټونګتارن شیناوترا د تایلند د نوې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه
CMG2024/08/16 15:02:51
شريکول:

د تایلند پارلمان د استازو جرګې د اګست په ۱۶مه نېټه یوه غونډه ترسره کړه، چې ګډونوالو یې پکې د لومړي وزیر د ټاکلو ټاکنې ترسره کړې.

په دې غونډه کې اغلې پېټونګتارن شیناوترا د پنځوس جمع یو سلنې اکثریت رایو په ګټلو سره د تایلند نوې لومړۍ وزیره وټاکل شوه.

د تایلند د اساسي قانون محکمې د روانې میاشتې په ۱۴مه نېټه دا پرېکړه وکړه چې مخکني لومړي وزیر سریتها تهاویسن له اساسي قانون څخه سرغړونه کړې او له همدې ورځې څخه وروسته له دندې ګوښه ګڼل کېږي.

مېرمن پېټونګتارن شیناوترا د تایلند د پخواني لومړي وزیر تهاکسین شینوترا لور ده. نوموړې به د دغه هېواد دوهمه او تر ټولو ځوانه لومړۍ وزیره وي.