ملګري ملتونه: په يمن کې سېلابونو څه باندې ۱۸۰ زره کسان زیانمن کړي
CGTN2024/08/16 10:59:12
شريکول:

ملګرو ملتونو د اګست په ۱۵مې نېټې راپور ورکړی، چې د اګست له پيل راهيسې د يمن ځينې سیمې له سختو بارانونو او سېلابونو سره مخامخ شوې او له امله يې څه باندې ۱۸۰ زره کسان زيانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق، د ماشومانو صندوق او د خوړو نړيوال سازمان په همدې ورځ يو ګډ راپور خپور کړی، چې له مخې يې د یمن په هودايداح ولايت کې، چې تر تولو له سختو ځپل شويو ولايتونو څخه يو دی، ۵۰ زره کسان بې ځايه شوي دي. د وړاندوينې له مخې، دغه سخت باران به تر سپتمبر پورې دوام ولري، نو له دې امله د ۴ ميليونو او ۹۰۰ زرو ډالرو بېړنۍ مرستې ته سخته اړتيا لري.

په يمن کې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق استازي احمد ويلي، چې اوس ملګرو ملتونو سېلاب ځپلو کورنيو ته خواړه، طبي سامان الات او د س‍رپناه برابروي.