د فلسطين د غزې تړانګې د روغتيا څانګې د اګست په ۱۵مه نېټه شمېرنې خپرې کړې چې له مخې يې د تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د جګړې د نوي پړاو له پيل راهيسې، په غزه تړانګه کې د اسرائيلو پوځي عملياتو له ۴۰ زرو زيات فلسطينيان وژلي دي. د غزې په تړانګه کې بشري ناورین په شدت سره دوام لري، اوربند ځنډول شوی او د جګړې ناوړه اغېزې ګړندۍ دي. نړیواله ټولنه په غزه کې د هراړخیز او دایمي اوربند غوښتنه کوي، څو د شخړو او نښتو د لا زیاتېدو مخنیوی وشي.
بشري ناورین په شدت سره دوام لري
د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د جګړې د نوي پړاو له پیلېدو راهیسې، د غزې تړانګه په زیاتېدونکي ډول له سخت بشري ناورین سره مخ شوې او زیات شمېر خلک بې کوره شوي دي. د ملګرو ملتونو ارقام ښیي چې د اګست تر ۱۲مې نېټې پورې د غزې تړانګې نژدې ۸۴ سلنه سیمه د اسرائیلي ځواکونو لخوا ورته د وتلو امر شوی او د غزې په تړانګه کې اوسمهال ۹۰ سلنه کسان په کور دننه بې ځایه شوي دي.
په نېږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې مشر فیلیپ لازاریني په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې ویلي چې هره ورځ جګړه دوام لري، د ټولنې ویجاړتیا لا دوام لري او د غزې بیارغونه او د اوربند عملي کول بېړنۍ چارې دي.
د اوربند پروسه له ستونزو سره مخ ده
په غزه کې د اوربند او د بندیانو د خلاصون په اړه د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ خبرې اترې له څو میاشتو راهیسې روانې دي، خو کومه واقعي نتیجه یې نه ده ترلاسه کړې. شنونکو اشاره وکړه چې د اسرائیلو او حماس د غوښتنو تر منځ د پراخو اختلافونو او په ډیپلوماټیکو او پوځي سطحو کې له اسرائیلو سره د امریکا د ملاتړ له امله د اوربند بهیر ستونزمن شوی دی.
د فلسطین د سیاسي چارو کارپوه حسام دجاني وویل، امریکا په حقیقت کې د غزې په جګړه کې عمده ګډون کوونکی دی. امریکا له اسرائیلو سره مالي مرسته کړې چې د غزې په تړانګه کې له ۲ میلیونو څخه د زیاتو فلسطینیانو په وړاندې هراړخیزه جګړه یې وکړه.
د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنې مخ په زیاتېدو دي
اوس مهال، د فلسطین او اسرائیلو د جګړې نوی پړاو د لبنان، سوریې او عراق په شمول پر ډېرو سیمه ییزو هېوادونو پراخې اغېزې کوي. د څېړونکو په اند، ژر تر ژره په غزه کې هراړخیز او دایمي اوربند په منځني ختیځ کې د شخړو د شدت د مخنیوي لپاره کلیدي لاره ده.
د سختو حالاتو په وړاندې، نړیوالې ټولنې په مکرر ډول له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه کړې چې د اوربند او جګړې د پای ته رسولو لپاره ډېرې هڅې وکړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د هر هغه اقدام د مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي چې د منځني ختیځ سیمې له خطر سره مخ کړي او پر ملکي وګړو ناوړه ویجاړوونکې اغېزې وکړي.