د قطر د الجزیرې تلویزیون د خبر له مخې، په غزه کې د اوربند د خبرو اترو نوی پړاو د اګست په ۱۵مه نېټه د قطر په پلازمېنې دوحه کې پيل شو.
د یاد خبر له مخې، په دې خبرو اترو کې د اسرائیلو، قطر، امریکا او مصر چارواکي هم شامل وو، خو دا څرګنده نه ده چې ایا د حماس استازي برخه اخیستې وه کنه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د دې میاشتې په ۱۴مه نېټه رسنیو ته وويل، چې قطر ډاډ راکړى چې د حماس استازي به ګډون کوي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت د دې میاشتې په ۱۴مه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل، چې د قطر صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدلله رحمن الثاني په همدې ورځ د امريکا د بهرنيو چارو له وزير بلېنکن سره په ټيلېفوني خبرو کې د غزې د شخړې د ختمولو په موخه د منځګړيتوب د تازه پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او د سیمه ییز تاوتریخوالي د کمولو ټینګار یې وکړ.