د پاکستان پوليسو د اګست په ۱۵مې نېټې ويلي، چې څو ورځې مخکې د دې هېواد په جنوب لوېديځ د بلوچستان ايالت په کوېټه ښار کې يوه چاودنه وشوه او پکې يو کس وژل شوی او ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.
د کوېټې ښار د پوليسو عالي رتبه افسر نجيب الله رسنيو ته ويلي، چې څو ترهګرانو د اګست د ۱۴مې نېټې په شپه په کوېټه کې د اورګاډي سټېشن شاوخوا يو رسټورانټ ته دوه لاسي بمونه ويشتلي، چې پکې د يوه لاسي بم چاودنه وشوه او مرګژوبله يې اړولې ده. هغه مهال ځينو خلکو په ياد رسټورانټ کې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ نمانځله.
د بلوچ ازادۍ پوځ چې یو ترهګریز سازمان دی د ياد بريد مسئوليت پر غاړه اخيستی دی.