د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د برازيل ولسمشر لويز ايناڅيو لولا سيلوا د اګست په ۱۵مې نېټې د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې د لمانځنې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغام لېږلی.
شي جین پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې هېواد يې غواړي له برازيل سره يو ځای د دواړو هېوادونو د پرمختګ پلانونه پيوستون کړي، په بېلابېلو برخو کې د نظریو تبادلې او همکارۍ ژورې کړي او د چين او برازيل د ګډ برخلیک د ټولنې ابادۍ پياوړې کړي.
لولا ويلي، چې د برازيل او چين ترمنځ اړيکې د څواړخیزو نظامونو او د نور عادلانه او موثرې نړيوال ادارې د جوړونې لپاره ډېر مهم دی، او د دواړو هېوادونو او نړۍ د ثبات لپاره به یې ملاتړ وکړي. نوموړي همدارنګه هيله وښوده چې دواړه هېوادونه په راتلونکو ۵۰ کلونو کې نوې پرمختيايي لار پيدا کړې ديي او د ګډ برخليک روښان راتلونکی جوړ کړي.