بېجنیګ د غزې اوربند او د يمن او سيمه ييزو حالاتو د ښه والي غوښتنه وکړه
CMG2024/08/16 11:42:34
شريکول:

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اګست په ۱۵مه نېټه د يمن د حالاتو په اړه ځانګړې غونډه تر سره کړه. د چین استازي ګنګ شوانګ په دې غونډه کې څرګنده کړه، چې بېلا بېلې خواوې دې د غزې د سمدلاسه دایمي اوربند او په یمن او سور سمندرګي کې د تاوتریخوالي د ژر هوارولو لپاره ګډ کوښښ وکړي.

نوموړي ويلي، چين د مالي او هوايي چارو په تړاو د يمن حکومت او حوثي وسله والو ترمنځ د وروستۍ هوکړې هرکلی کوي. نوموړي همدارنګه هيله وښودله، چې  اړوندې خواوې د يمن د خلکو ګټو ته لومړیتوب  ورکړي او د سياسي خبرو اترو له لارې د يمن مسئله حل کړي.

هغه پر دې ټينګار وکړ، چې د يمن خلکو په لارښوونې هر اړخيز سياسي بهير دې تر سره شي.