امريکایي رسنۍ: د نورډ سټريم د طبيعي ګازو نلليکې پېښه د اوکراين لخوا شوې
CMG2024/08/16 10:55:32
شريکول:

د امريکا د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د اګست په ۱۴مه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، چې د اوکراين ۶ کسانو د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر مياشت کې د تفريحي بېړۍ او اوبتل له لارې د نورډ سټريم د طبيعي ګازو نلليکه ويجاړ کړې، څو د همدې ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراين باندې د روسيې دغه ځانګړي پوځي فعاليت ته غبرګون ښودلی.

په ليکنه کې ويل شوي، چې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکې د دغه پلان تصويب کړی و، وروسته يې د امريکا د سي ای اې په غوښتنه د لغوه کولو امر وکړ، خو د اوکراين د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان واليري فېدورويچ زلوژني په پټ سره د دغه پلان تطبیق کړی دی.