د لان څانګ سيند او ميکونګ سيند د سيمې همکارۍ په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو نهمه غونډه په تايلند کې تر سره شوه
CMG2024/08/17 15:13:02
شريکول:

د لان څانګ سيند او ميکونګ سيند د سيمه ییزې همکارۍ په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو نهمه غونډه د اګست په ۱۶مه نېټه تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د تايلند بهرنيو چارو مرستيال وزيرې ايسلي بينتاتوجي په ګډه د دې غونډې مشري وکړه. د کمبوديا مرستيال لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير سوک چندا، د لاوس مرستيال لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير ساليوماکساي کوماسيح، د ميانمار مرستيال لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير تهان سوي، د ويتنام د بهرنيو چارو مرستيال وزيرې نګوين مين هانګ په کې ګډون درلود.

وانګ يي د لان څانګ سيند او ميکونګ سيند د سيمې همکارۍ په هکله څلور فقره ييز وړانديزونه وکړل:

لومړی باید سولې او ثبات ته پاملرنه وشي او پر ګډو هيلو ټينګار وشي.

دويم دې د نوښت ځواک ته پاملرنه وشي او په پرمختللو چارو کې دې همکارۍ پياوړې شي.

درېيم دې ګډ پرمختګ  او د پرمختګ انرژۍ دې لوړې شي.

څلورم دې د خلکو تر منځ تفاهم زيات شي او د لان څانګ سيند او ميکونګ سيند سيمې فرهنګ دې لا بډای شي.