د اسرائيلو د ( IPBC) رسنۍ د اګست په ۱۶مه نېټه د دغه هېواد د لوړې کچې امنيتي چارواکي په قول خبر ورکړ، چې د غزې په تړانګه کې د دغه هېواد د پوځ جګړه په بنسټيزه توګه پای ته ورسېده، خو امکان شته چې د اسرائيل پوځ د نويو استخباراتي اطلاعاتو وروسته بيا د غزې تړانګې ته ننوځي.
د خبر له مخې، په تېرو څو ورځو کې د امنيتي حالاتو د ارزونې په غونډه کې د اسرائيل مشرتابه په دې نظر و، چې اوس د بنديانو د خلاصون او تبادلې وخت دی، ځکه چې د حماس اکثره جنګي ځواک له منځه وړل شوی.