قطر، امريکا او مصر د اګست په ۱۶مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د غزې تړانګې د اوربند په هکله خبرې اترې رغنده اهميت او چاپېريال لري.
دغه خبرې اترې د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه په دوحه کې تر سره شوې چې د اسرائيل، قطر، امريکا او مصر اړوندو چارواکو په کې ګډون درلود. د فلسطين حماس دغو خبرو اترو ته استازی نه دی لېږلی، خو د منځګړو له لارې يې په غير مستقيمه توګه په دې خبرو اترو کې خپلې نظريې څرګندې کړې دي.