د دومينيکان نوی ټاکل شوی ولسمشر لويس رودولفو ابينادېر کورونا د اګست په ۱۶مې نېټې د دې هېواد په پلازمېنې سانتو دومينګو ښار کې لوړه وکړه او د دوهم ځل لپاره یې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.
نوموړي له لوړې وروسته په وينا کې ژمنه کړې، چې نوی حکومت به په دوامدار ډول د فساد ضد کلکه مبارزه تر سره کړي، ټولنیز عدالت به پياوړی کړي او د دې هېواد د خلکو ژوند به لا نور ښه کړي.